ننګرهار کې د بریدونو تمرکز په جلال اباد دی

comments 0

2192 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې وسله والو ډلو په مرکز جلال اباد د بریدونو تمرکز ډېر کړی.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، داعش او طالبان یې په ولسوالیو کې سخت ځپلي او اوس غواړي په ښار کې بریدونه وکړي، چې د مهار لپاره یې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي.
له دې سره د ننګرهار ملي امنیت د یو طالب قومندان په ګډون ۱۲ تنه طالبان، داعش او سړي تښتونکي هم رسنیو ته ښودلي.
نیول شویو کسانو هم ملي امنیت ته په خپلو جرمونو اعتراف کړی او وایي پښېمانه دي، چې حکومت ضد فعالیتونه یې کړي.
د ننګرهار له دوه ولسوالیو پرته نورې ټولې ولسوالۍ امن شوي او ځایي خلکو د امنیت ساتلو لپاره وسله اخیستې ده.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments