ننګرهار کې د افغان ځواکونو عملیاتو د قاچاقبرو کار خراب کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې د کوکنارو اړولو کمپاین سره د نشه یې توکو د قاچاقبروکار او وبار خراب شوی او دتولید فابریکي یې دریدلي دي.

افغان ځواکونو  ننګرهار په ټولو ناامنه ولسوالیو کې عملیات کړي چې ځایي خلکو ورسره پاڅون کړی او د وسله والو پرضد یې وسلې اخیستې.

له عملیاتو وروسته هغو سیمو کې کوکنار هم اړول کیږي چې د طالبانو په لارښوونه بزګر هڅول شوي و.

د ځایي خلکو ژمنه داده چې نور په خپلو ځمکو کوکنار نه لري او له مسؤلیونو یې غوښتنه کړې چې ننګرهار کرل شوي ټول کوکنار واړوي.

هلته خلکو تمه ښودلې چې دکنارو په اړولو سره به یې ځوان نسل په نشه له روږدي کېدو خلاص شي.

ننګرهار کې اوس تر بل هر وخت په نشه د روږدو کسانو شمېر زیات شوی او لا زیاتیږي.

د ننګرهار ناامنه ولسوالیو کې طالبانو بزګر هڅولي چې کوکنار وکري او بیا له دې درکه طالبانو ته پیسې ورکړي چې جګړه پرې وکړي.

فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments