ننګرهار کې د افغانستان څارګرې اداری څوارلس نیم سوه مرمۍ نیولي

comments 0

17 Views

هندوکش – ننګرهار: د افغانستان څارګرې ادارې نه په لیږل شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې اداری منسوبینو په اچین او دور بابا ولسوالیو کې عملیات په لاره اچولي چې وسله والو ته یې زیان اړولې دې.
د یادې اداری خبرپاڼې پر بنسټ د ملي امنیت ځواکونو د اچین ولسوالۍ په اسد خیلو سیمه کې د داعش وسلوالې ډلې له یوه پټنځایه ۵۷۲ بیلابیل ډوله مرمۍ چې ۸۵ فیره د دهشکې ، ۴۱ فیره د زیګویک او ۴۴۶ د توپانچې دي نیولي دي.
دغه راز د ملي امنیت ځواکونو په دوربابا ولسوالۍ کې په یوه بټۍ کې له یوه تن د ۲۲ میله چریزو ، ۸۷۵ مرمیو او ۴۴ شاجورونو سره یو ځای نیولی دی.
په دې اړه تردې دمه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments