ننګرهار کې دیني عالمانو دجګړې تابوت خښ کړ او د ښکیلو لوریو څخه یې وغوښتل چې سوله او دایمي اوربند وکړئ

comments 0

16 Views

هندوکش _ ننگرهار: د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ګن شمیر دیني عالمانو،مدني فعالانو،ځوانانو او دیاد ولایت اوسیدونکو دیوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې دسولې او اوربند غوښتنه وکړه اوپه ګډه سره یې دجګړې تابوت خښ کړ.
په دې راټولېدنه کې دیني عالمانو په هېواد کې د روانې جګړې دوام د اسلام سره په ټکر کې یاد کړ او دجګړې له ښکیلو غاړو په ځانګړي ډول په طالبانو یې غږ وکړ، چې نور دبې ګناه انسانانو له وینې تویولو څخه ډډه وکړئ او دسولې له پروسې سره یوځای شئ.
دغونډې ګډونوالو د جګړې تابوت ځکه په اوږو یوړ، چې نورله جګړې او جنازو وړلو څخه ستړي شوي دي.
دوي همدا راز په هېواد کې روانه جګړه افغان وژنه او ورور وژنه وبلله او د جګړې د دریدو غوښتنه یې وکړه.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments