ننګرهار کې دوه چاودنې شوي

comments 0

9 Views

هندوکش – ننګرهار: بل لور ته ننګرهار کې هم غبرګو چاودنو مرګ ژوبله اړولې ده.
په دغو چاودنو کې د بهسودو ولسوالۍ جنايي امر نصیر احمد وژل شوي او د امنیه قوماندانۍ اداري مرستیال حنان ټپي دی.
یوې باوري امنیتي سرچېنې وویل، نن سهار شاوخوا اوه نیمې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند رینګ روډ سیمه کې دوه چاودنې شوې چې یو کس یې وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.
په ټپیانو کې دوه هم ملکي وګړي دي.
د ننګرهار امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم کومې ډلې مسولیت په غاړه اخیستی.
تیره ورځ هم ننګرهار کې یوې چاودنې پنځه ماشومان ټپیان کړي وو.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments