ننګرهار کې دافغان ځواکونو په ملاتړ غوڼده ترسره شوه

comments 0

2719 Views

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهارولایت په نازیانوولسوالۍ کې قومي مشرانو،دیني عالمانو، ځوانانو  دیوې لويې غونډې په ترڅ کې له افغان ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ او دافغان ځواکونو هڅې او قربانۍ يې وستایلي.
په غوڼده کې دغونډې ګډونوالو افغان ځواکونو ته دستاینې په خاطر ګلان په غاړه کې واچول او دوي یې د هېواداو خاورې اتلان یاد کړل.
په غونډه کې قومی مشرانو او دولتي چارواکو سرتیرو ته د مورال او د قربانۍ دمننې ترڅنګ زیات سرتیري په  ستاینلیکونو ونازول شول.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments