ننګرهار کې دافغان ځواکونو هڅې وستایل شوې

comments 0

296 Views

هندوکش – ننګرهار: دننګرهار و لایت په مرکز او ولسوالیو کې قومي مشرانو، ځوانانو، دمدني ټولنو استازو دافغان ځواکونو هڅې او قربانۍ وستایلې او له افغان ځوا کونو یې مننه وکړه.
دننګرهار ولایت مدني فعالانو په حکومت غږ وکړ، چې دخپلو سرتیرو مورال دې لوړ وساتي او دقانون ماتونکو په وړاندې دې خپلې دندې ته دوام ورکړي.
د مدني ټولنو په استازۍ حيات الله حميدي وويل، چې له راټوليدو څخه يې موخه د خپلو زړه ورو سرتيرو ملاتړ او ټولو ته ښودل دي، چې د سرتيرو پر وړاندې د هېچا غير قانوني اقدام ملت ته د منلو وړ نه دی.
نوموړي همداراز وویل چې په هر ډ‌ول شرایطو کې به دخپلو ځواکونو ترشا ولاړ وي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترين د مدني ټولنو له استازو او ټولو ولسونو مننه وکړه، چې هر مهال يې د خپلو سرتيرو ستاينه او ملاتړ کړی..
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments