ننګرهار کې داعش ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د افغان ځواکونو په هوایي بړید کې اچین ولسوالې کې دداعش ډلې ۲۰ تنه وژل شوي دي.
پژواک خبري آژانس نه په خپور شوي خبر کې راغلي دي چې په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د عامه اړيکو مسوول جګړن شېرين اقا فقيري د چنګاښ په ۹مه وويل: چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اچين ولسوالۍ اړوند په مامند چينې سيمه کې د داعش پر یو مهم مرکز هوايي بريدونه کړي دي.
نوموړي زیاته کړې ده چې په ياد بريد کې د داعش ۲۰ وسله وال وژل شوي او يو شمېر درنې او سپکې وسلې يې هم له منځه تللې دي.
نوموړي پژواک خبري آژانس ته همدا راز ویلي دي چې په وژل شوو کې بهرني وسله وال هم شامل دي.
د خپور شوي خبر پر بنسټ ملي دفاع وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه خبر تایید کړی خو دداعش وسله والې ډلې بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *