ننګرهار کې داعش نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش ډلې څلور مهم غړي نیول شوي.
یوې سرچینې ویلي، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کنډي باغ سیمه کې عملیات کړي، چې پر مهال یي دداعش ډلې څلور مهم غړي نیول شوي دي.
سرچېنه وایي، عملیاتو کې درې تنه نور بیا له داعش وسله والو سره د اړیکو په تور نیول شوي دي
د سرچینې په لیکنه په عملیاتو کې یو شمېر وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments