ننګرهار کې داعش ضد عملیات پیل شول

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ننګرهار:د ننګرهار خوږیاڼیو تنګي سیمه کې د داعش پر ضد پراخ هوايي او ځمکني عملیات پیل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، عملیات له تیرې شپې راهېسې پیل شوي چې د ګډو ځواکونو سره افغان کومانډو ځواکونه هم په کې برخه لري.

دولت وزیري وايي، عملیاتو کې تر دې دمه د داعش ډلې نهه کسان وژل شوي او عملیات به ادامه ولري.

د خوږیاڼو وزیرو تنګي سیمه کې څه موده وړاندې د داعش او طالبانو تر منځ خونړۍ نښتې وشوې چې داعش ډلې په کې پراخې سیمې لاندې کړې.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply