ننګرهار کې داعش ترهګرې ډلی له دریو کسانو سرونه غوڅ کړي

comments 0

2 Views

هندوکش – ننګرهار: داعش ډلې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې له دریو تنو سرونه پری کړي دي.
ځایي چارواکي پیښه تاییدوي او وایي چې، وژل شوي کسان دری ورونه وو چې داعشیانو لخوا سرونه یې غوڅ شوي دي.
د والي ویاند عطا الله خوګیاني هم پیښه تاییدوي او وایي چې داعشیانو له یادو کسانو سرونه د چپرهار ولسوالۍ په تیره سیمې کې پري کړي دي.
نوموړي یاد کسان سیمه ییز اوسیدونکي بللي او زیاته کړې ده چې حکومتي ادارو اړوندو سره یې کومې اړیکې نه درلودلې.
داعش ډله چې د ننګرهار په چپرهار، اچین او داسې نورو سیمو که پراخ فعالیت لرې تردې مخکې هم ورته اعمال ترسره کړي چې له امله یې د خلکو پراخ غبرګونونه پارولي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments