ننګرهار کې خپلمنځي اختلافاتو له امله د طالب وسله والې ډلې یو قوماندان ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت په شرزاد لسوالۍ کې خپلمنځي اختلافاتو له امله طالب قوماندان ساتونکي سره یې ووژل شو.
دغه څرګندونې د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکو کړي دي.
عطاالله خوږیاني د ننګرهار والي ویاند وویل: د وسله والو طالبانو قومندان ګلون د دې ډلې د دوو غړو شکور او شرافت سره پر مادياتو اختلافات رامنځته شوي و.
نوموړي زیاته کړه، دواړو خواوو ترمنځ رامنځته شوي اختلافات پر شخړه واوښتل او او بالاخره د يادو کسانو له لوري ګلون او د ده ساتونکی په ډزو سره ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د طالب وسله والې ډلې ځینو مشرانو مادي او تسلیحاتي اختلافاتو په سر ډیرې یو بل وژلي دي.
تر اوسه پیښې په اړه طالب وسله والې ډلې څه نه دي ویلي
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply