ننګرهار کې خلکو افغان ځواکونه ستایلي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار اوسېدونکو د اختر په ورځو کې افغان ځواکونه وستایل چې ښه امنیت یي ټینګ کړی و.
په کامې ولسوالۍ کې سلګونه قومي مشرانو او ځوانانو په همدې تړاو غونډه جوړه کړې وه.
خلکو له افغان ځواکونو سره د همکارۍ ژمنه کړې او د ښه امنیت لپاره یې د سرتېرو سرښندنې په ګلانو ستایلي دی.
ننګرهار لکه د نورو ولایتونو په څېر اختر کې امن و او سرتېرو د خلکو د سر او مال ساتنه کوله.
په دې ولایت کې هیڅ ترهګرې ډلې ته چانس نه دی ورکړل شوی چې هدف ته ورسیږي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments