ننګرهار کې ترهګریز برید مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند په فامیلیو ېسیمه کې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۱۰ کسان وژل شوي او ۴ ټپیان دي.

د ننګرهار له رسنیز دفتر څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په وژل شویو کې ۸ ملکیان او دوه نظامیان دي او په ټپیانو کې هم دوه نظامیان شته.
د سرچینې په خبره، بریدګر د امنیتي ځواکونو د پلټنې ځای ته څېرمه په ځان پورې تړليو باروتو ته چاودنه ور کړې ده.
د چاودنې له امله د پېښې ځای ته څېرمه یو شمېر هټیو هم اور اخیستی چې مالي زیانونه یې اړولي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments