ننګرهار کې ایران الاصله داعشې حکومت ته تسلیم شو

comments 0

523 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د دغه ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش یو ایرانی غړی سرحدي ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
ځايي چارواکي وايي، یاد کس ۲۳ کاله عمر لري، او د ابو احمد ایراني له لوري د داعش په لیکو کې جذب شوو، چې تېره ورځ افغان ځواکونو ته تسلیم شو.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې تسلیم شوي کس پر خپلو کړنو پېښماني ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ په هسکه مېنه کې د جمعې لمانځه پرمهال چاودنې ۶۶ لمونځ کوونکي ووژل او ۳۶ نور یې ټپیان کړل.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments