ننګرهار کې اوه تنه داعشیان مړه شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې ځايي چارواکي وایي چې د خپل ماین چاودنې له امله ددې ولایت په پچیراګام ولسوالې کې اوه تنه داعشان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګیاني رسنیو ته وويل چې دا چاودنه تیره ورځ د پچيراګام ولسوالۍ د ګودرې په سیمه کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې، چاودېدونکي توکي چې داعش وسله والو ترې ماینونه جوړول، د ملتان جان په نوم د يوه کس په کور کې ځاى پر ځاى شوي وو.
د نوموړي معلومات پر بنسټ، داعش وسله والو په ياد کور کې ماينونه جوړول چې يو ماين پرې چاودنه کړې او اووه کسان یې وژل شوي دي.
داعش وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply