ننګرهار کې امنیتي ځواکونو د القاعدې شبکې پنځه غړي وژلي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د بهرنیانو په ګډون د القاعده شبکې پنځه غړي وژلي دي.
عطاء الله خوږياڼي رسنیو ته ویلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د القاعده شبکې یاد پنځه غړي وړمه شپه د شېرزادو ولسوالۍ په توتو سیمه کې د عملیاتو په مهال وژلي دي.
نوموړې زیاتوي چې د القاعده شبکې په دغو وژل شوو پنځو غړو کې یو افغان، یو پاکستانی او درې چیچیني شامل دي.
د خوږیاڼی په خبره په دې عملیاتو کې یو وسله وال مخالف او دوه نور شکمن کسان نیول شوي هم دي .
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د القاعده شبکې یادو وژل شوو چیچيني او پاکستاني غړو ځانمرګو بریدونو او نورو ورانکاره کړنو ته کسان چمتو کول.
هغه وایي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د یادې ډلې څلور کلاشینکوفونه، یوه پیکا، یوه تومانچه او نور مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
القاعده ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply