ننګرهار کې افغان ځواکونو قاچاقي وسلې نیولې دي

comments 0

69 Views

هندوکش – ننګرهار: دننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې یو شمیر قاچاقي وسلې نیولي دي.
دننګرهار ولایت امنيتي مسولین وايي،نیول شوې وسلې په یوه سوزکي ډوله موټر کې ځاي پرځای شوي وې، دوي زیاتوی، چې په نیول شوو وسلو کې ۳ میله پیکا، ۸میله کلاشینکوف او ۲ میله کلاکوف شاملې دي.
ددې ولایت لپاره دملي اردو ټاکل شوي قوماندان جنرال نیازي وايي، چې په ټو ل قوت سره به دقاچاق وړونکو، ترهګرو او نورو ډلو په وړاندې پراخ عملیات په لاره واچوو،نوموړي وايي،افغان ځواکونه په بشپړ ډول چمتو دي، چې ترهګرو او قاچاق وړونکو په وړاندې مبارزه وکړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments