ننګرهار کې افغان ځواکونه ستایل شوي

comments 0

1783 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو ستاينې په موخه غونډه وشوه، چې په کې د ملي اردو، ملي پولیسو، سرحدي ځواکونو، عامه نظم، سيمه ييزو پولیسو، ولسي پاڅون کوونکو، د ولسوالۍ مسئولینو، قومي مخورو، ځوانانو او د سيمې سلګونه اوسيدنکو ګډون کړی و.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وایي، د دغې غونډې پرمهال قومي مخورو او ځوانانو د امنيتي او دفاعي ځواکونو د قربانيو ستاينه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې په ټولو قانوني برخو کې ور سره همکار دي.
ویناوالو همدا راز وويل، چې ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه د ولسونو وياړ دی او بشپړ ملاتړ يې کوي.
د مومندرې ولسوال حضرت خان خاکسار د ملی امنيتي او دفاعي ځواکونو د تر سره کړیو هڅو او قربانيو ستاينه او قدرداني وکړه.
نوموړي وويل، چې د امنيتي ځواکونو هڅې او قربانۍ دي، چې نن ورځ خپلواک نظام او دولت لرو او له ولسونو څخه يې غوښتنه وکړه، چې امنيتي ځواکونو سره لا ښه همکاري وکړي.
د دغې غونډې پرمهال منسوبينو او سرتيرو ته په غاړه کې ګلونه واچول شول، ډالۍ ورکړل شوې او د دوی تر سره کړيو هڅو قدرداني او ستاينه وشوه.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments