ننګرهار کې افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

comments 0

1964 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې پوځي چارواکې وایې چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په یوې نښتې کې د وسله والې ډلې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چارواکو په وینا، د مومندرې ولسوالۍ په اړوندو کې تیره ورځ د افغان ځواکونو سره په مخامخ نښته کې درې وسلوال طالبان وژل شوې او دوه نور ژوندې نیول شوې دي.
چارواکي زیاتوي د نښتې پر مهال د وسلوالو طالبانو یو راکټ انداز ، او درې میله کلاشینکوفونه هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
تردې دمه طالب وسله والې په دې اړه څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments