ننګرهار کی د ظاهر قدیر ساتونکو یو قومي مشر په ډزو وژلې دې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: په ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازي ساتونکو د ځانمرګي بریدکوونکې په شک یو قومي مشر وژلې دې.
پیښه پلازمینه ننګرهار کې ترسره شوې ده.
ننګرهار کې قومي مشرانو پیښې په اړه غبرګون ښودلۍ او وایي چې، د ظاهر قدیر شخصي ساتونکو له یوه قومي مشر سره له لفظي شخړې وروسته هغه په دې بهانه وژلی، چې ګڼې ځانمرګی بریدګر و.
قومي مشران چې ولایت مقام مخې ته راتول شوي ددغه قومي مشر وژل غندې او وایي ، دا قومي مشرظالمانه او په نامشروع بڼه وژل شوی دی.
شاه زمان خان د خوږیاڼو قومي مشر په ډاګه کړه، چې مونږ له مرکزي حکومت غواړو، چې دا قضیه وڅېړي.
په دې اړه د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی ویلي وو، چې اړوند ارګانونه پر رامنځته شوې پېښې کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې استازی ظاهر قدیر تیره ورځ ویلي، چې د دغې پېښې له څرنګوالي خبر نه دی. حکومت باید په دې اړه قانوني څېړنې تر سره کړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply