ننګرهار کی ددولت ضد مخالفو ډلو کسان نیول شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د دولت ضد ترهګرو ډلو لس کسان نیول شوي دي.
عطا الله خوګیاني رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې، په یادو کسانو کې مهم غړي هم شامل دي.
خوګیاني وویل، چې داعش وسله وال د خوګیاڼو، چپرهار، اچین او د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې د جلال اباد ښار اړوند ناحیو او نورو ولسوالیوکې نیول شوي دي.
په دغو داعشیانوکې یو تن چې جواد نومېده په جلال اباد ښارکې یې په یو خصوصي پوهنتون کې زده کړې کولې هم نیول شوی دی.
خوګیاڼي د خبري کنفرانس په ترڅ کې چې د ملي امنیت په ریاست کې جوړ شوی و، خبریالانو ته وویل، چې د داعش وسله والو سربېره یې څلور طالب وسله وال، دوه انسان تښتوونکي او یو تن چې منصور نومېږي او د خپل پلار د قتل اراده یې لرله هم نیولي دي.
د والي ویاند وویل، چې نیول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments