ننګرهار: ځانګړو ځواکونو ته دښمن د نابودولو امر وشو

comments 0

513 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار والي د کورنیو چارو وزارت ځآنګړو ځواکونو ته په جلال اباد ښار کې د دوښمن او د هغوی د همکارانو د نابودولو سپارښتنه وکړه.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وايي، والي حیات الله حیات، جلال اباد ته د کورنیو چارو وزارت له لورې لیږل شوو ځآنګړو ځواکونو ته د وینا پر مهال سپارښتنه وکړه،چې د دښمن او د هغوی د همکارانو د نابودولو په برخه کې خآنګړي عملیات او اقدامات ترسره کړي.
د جمهور رئیس په امر او د نظامي شورا په وړاندیز د کورنیو چارو وزارت له لورې جلال اباد ښار ته ځآنګړي ځواکونه د دښمن د لمنځه وړلو په موخه رسیدلي دي.
د والي ویاند ویلي، ځآنګړي ځواکونه چې د دې ولایت د نورو ځواکونو سره به یو ځای دنده ترسره کړي، له اوس څخه یې دښمن په لړزه کړی او سپارښتنه یې وکړه،چې د دښمن او د هغوی د همکارانو د نابودلو په برخه کې ځآنګړي عملیات او اقدامات ترسره کړي .
په ننګرهار کې ګڼ شمېر ځوانانو او مدني فعالانو د امنيتي ځواکونو قربانۍ وستايلې او ورڅخه بشپړ ملاتړ يې څرګند کړ.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments