ننګرهار: په ملکي وګړو چاودنه شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار:د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې ماین چاودنې نهه ملکي وګړي ټپيآن کړي دي.
د چپرهار ولسوال حاجي غالب مجاهد وویل، نن شاوخوا یولس بجې په یوه میله کې چاودنه شوې چې قربانیان یې ملکي وګړي دي .
ولسوال وایي، چاودېدونکي توکي په ترکاري کې ځای پرځای شوي و چې له ګڼي ګوڼې ډکه سیمه کې یې چاودنه کړې.
د چاودنې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
چپرهار په ننګرهار کې هغه ولسوالي ده چې د داعش او طالبان دواړه پکې دولت ضد فعالیت کوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments