ننګرهار: پر طالبانو ځانګړي عملیات شوي

comments 0

1 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې یوطالب نیول شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
ننګرهار ولایت مقام ویلي تېره شپه د ننګرهار ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د مومندرې ولسوالۍ باسول سیمه کې د طالبانو پرضد عملیات کړي.
سرچېنه وایي، عملیاتو کې طالبانو یو مهم غړی قاري بلال نیول شوي او دوه تنه نور بیا افغان ځانګړو ځواکونو سره د مقاومت په مهال ټپیان شوي.
سرچېنه وایې، عملیاتو کې افغان سرتیرو او ولسي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.
ځایي خلکو هم ویلي چې تېره شپه عملیاتو کې د طالبانو مهم کسان په نښه شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments