ننګرهار: پر داعش هوایي برید شوی

comments 0

5 Views

هندوکش – ننګرهار: راپورونه وایي، د امریکا بې پيلوټه الوتکې د ننګرهار خوږیاڼو کې د داعش پنځه غړي وژلي دي.

دا برید تیره ورځ د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي میاګانو کلي کې شوی دی.

د ننګرهار ولایت مقام وايي، برید کې وژل شوي ټول داعش وسله وال دي او ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

داعش ډله چې اوس سخته ځپل شوې، یواځې د خوږیاڼو په کمو سیمو کې فعالیت لري چې د افغان او بهرنیو ځواکونو تر تعقیب لاندې دي.

دا ډله په دې وروستیو میاشتو کې سخته ځپل شوې او مهم کسان یې له منځه تللي دی.

فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments