ننګرهار: پر داعش برید شوی

comments 0

5 Views

هندوکش – ننګرهار: له ننګرهار څخه راپورونه وايي، د هسکې مینې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دهوایي برید پرمهال دوه داعش وسله وال ووژل شول .
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، تیره ورځ د هسکې مینې ولسوالۍ اړوند پاپین ساحه کې امنیتي ځواکونو د داعشیانو په پټنځای هوایي برید ترسره کړی چې په پایله کې دوه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې په ترسره شوي هوایي برید کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی .
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments