ننګرهار: پرداعش بریدونه شوي

comments 0

0 Views

هندوکش: د ننګرهار اچین او شیرزادو ولسوالیو کې هوايي بریدونو پنځه وسله وال وژلي دي.

د اچین تختو ساحه کې بې پیلوټه الوتکې برید د داعش څلور وسله وال وژلي، دویم برید بیا د شیرزادو ولسوالۍ اړوند مرکي خېلو سیمه کې شوی  چې د ملنګ په نوم یې یو طالب وژلی دی.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او طالبانو بیا په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Share this page to Telegram

Comments