ننګرهار لپاره د طالبانو مرستیال والي وژل شوی

comments 0

4 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم نومول شوی د والي مرستیال د دوی د ګڼ شمیر رهبرۍ غړو سره ووژل شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، شیرزادو ولسوالۍ مرکیخیلو سیمه کې تېره شپه ماښام شاوخوا شپږ بجې د بې پیلوټه الوتکې په دوو پرلپسې بریدونو کې د دې ولایت لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم نومول شوی د والي مرستیال شیخ زرمحمد چې مشهور په رحماني وو،د دوی د ګڼ شمیر رهبرۍ غړو سره یو ځای ووژل شو.

په یاد برید کې همدا راز د شیرزادو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم د نومول شوي ولسوال مرستیال نورالله،د شل کسیز ګروپ مشر سیدا جان او جنګي قوماندان ذبیح الله په ګډون شپاړس وسله وال طالبان وژل شوي دي .

خوږیاڼی وایي، همدا راز په دې برید کې د یادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم نومول شوی قاضي مولوي محمد عالم او د هغه ورور د ۱۷ نورو مخالفینو سره سخت ټپیان شوي دي.

په وروستیو کې د کورنیو ګډو ځواکونو د هوایي او ځمکنیو بریدونو له امله په دې ولایت کې ګڼ شمیر مخالفین وژل شوي،چې دا مهال د مخامخ جګړې توانمندي هم نلري.

فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments