ننګرهار: له څه باندې ۳زره کسانو سره مرسته وشوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې له پاکستانه راکډه شوې درې زره دوه سوه شپېته مېشتې کورنۍ چې له دوه زره شپاړسم کال راهيسې هېواد ته راستنې شوي،د يادې ولسوالۍ په هڅو دخوراکي موادو له مرستې برخمنې شوې.
د بهسودو ولسوال محمدصديق دولت زی وايي: مرسته د ډبليو.ايف.پي او شپول مرستندويه ادارو له لوري د کډوالو چارو رياست په هلو ځلو ترسره شوه،چې له امله يې ترې مننه وکړه .
دولت زي وويل: هرې کورنۍ سره دپنځه قلمه خوراکي توکو اوړو، غوړيو ،دالو، مالګې او بورې مرسته ترسره شوه،چې په وينا يې دهرې کورنۍ لومړنۍ غذايي اړتياوې پرې يوه اندازه حل شوې .
د بهسودو ولسوال زياته کړه،د کډوالو چارو رياست ته يې دمرستو په موخه د راکډه شويو او داخلي بې ځايه شويو کورنيو دپېژندنې لړۍ روانه کړې او له مرستې پاتې کورنۍ به هم له مرستو برخمنې شي .
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *