ننګرهار: له بې ځایه شویو سره مرستې وشوې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې په جلا جلا سیمو کې ۴۰۰ بې ځایه شویو سره اړینې مرستې وشوې.
د ننګرهار د کډوالو ریاست وايي، سل بې ځایه شویو کورنیو سره یې د یو میلیون افغانیو نغدي مرسته کړې ده.
د کډوالو رییس غلام حیدر فقیرزی وايي، له ۱۰۰ کورنيو سره د NRC مرستندويه ادارې له لوري د يو نيم ميليون افغانيو نغدي مرسته وويشل شوه.
د فقیرزي په خبره، له دې مرستو هرې کورنۍ ته اتلس – اتلس زره افغانۍ ورکړل شوې.
نوموړي وويل، چې د خوږياڼو ولسوالۍ څخه پر را بې ځايه شوو کورنيو د مرستې لړۍ دوام لري او نورې مرستې به ورباندې وويشل شي.
بل لورته WFP ادارې ۳ سوه راستنو شوو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وایي، يادې ۳ سوه کورنۍ، چې له ګاونډي پاکستانه خپل هېواد ته راستنې شوي هرې کورنۍ سره د شپږ – شپږ زره افغانيو نغدي مرسته وشوه
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *