ننګرهار: د ‘کاسا-١٠٠٠’ پروژې په مسير کې د ماينونو شنډولو چارې پيل شوې.

comments 0

124 Views

‘هندوکش ـــ ننګرهار: کاسا-١٠٠٠’ د منځنۍ او جنوبي اسيا په سطحه يوه مهمه پروژه ګڼل کېږي چې په مرسته به‌يې د افغانستان له طريقه د قرغزستان او تاجکستان ١٣٠٠ مېګاواټه برښنا پاکستان ته انتقالېږي.
افغانستان به د ٣٠٠ مېګاواټه برښنا د ترلاسه کولو ترڅنګ د ټرانزيټ له درکه له دې پروژې په کال کې له ٤٠ تر ٦٠ میليونه ډالره عوايد ترلاسه کړي.
د ننګرهار چارواکي وايي داسې اندېښنې هم شته چې د ‘کاسا-١٠٠٠’ پروژې په مسير کې به د وسله والو طالبانو لخوا د نویو ځای پر ځای شویو ماینونو تر څنګ له پخوانيو جګړو هم ماينونه پاتې وي.
تازه د دغه پروژې د ښه تطبیق او د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو په موخه تازه اقدامات پیل شوي.
د والي وياند وويل، د ماينونو د موندلو او شنډولو کار د جلال‌اباد له اتمې ناحيې پيل شو، په کامې، ګوشتې، لعلپورې او مومندرې ولسواليو کې به هم ترسره کېږي.
عطاالله خوګياڼي وويل، په دې ډول به د ‘کاسا-١٠٠٠’ په نوم د برښنا د لېږد پروژې د ټولو ټاورونو يا ستنو ساحې له ماينونو پاکې شي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments