ننګرهار: د ښځو په جامو کې داعشیان نیول شوي

comments 0

87 Views

هندوکش ــ ننګرهار: افغان ځواکونو د ښځو په څادرۍ او جامو کې څلور داعشیان نیولي چې هڅه یې کوله له ننګرهار څخه وتښتي.
د ننګرهار د والي عطاءالله خوږیاڼي وویل، چې افغان ځواکونو دغه ۴ داعشیان په اچین ولسوالۍ کې نیولي دي.
داعش ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو اچین هغه سیمه ده چې له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې په کې د داعش ډلې پر ضد ځپونکي عملیات روان دي.
اچین څه موده وړاندې د داعش ډلې د خراسان څانګې مرکز و او دوه کاله وړاندې په کې د امریکايي ځواکونو له لوري د بمونو مور هم وکارول شوه.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments