ننګرهار: د سولې په ملاتړ غونډه وشوه

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ننګرهار: د سره رود ولسوالۍ علماء کرامو، قومي او جهادي مشرانو د دغې ولسوالۍ د انکشافي شورا په تالار کې د سولې د بهیر په ملاتړ غونډه وکړه.
د ننګرهار د سولې ولایتي کمېټې رئيس حاجي ملک نظیر وویل چې سوله یوازې د سولې شورا اړتیا نه ده، بلکې د ټول ولس اړتیا ده او باید موږ ټول په دغه لار کې هلې ځلې وکړو.
د علماوو شورا په استازولۍ مولوي عزیزالرحمن وویل چې سوله د اسلام د مبارک دین حکم دی، که د مسلمانانو تر منځ جنګ وي او څوک يې تر منځ د سولې هڅه و نه کړي نو شرعاً ګناهګاريږي.
نوموړي وویل چې د افغانستان ټول ملت مسلمان دی او دلته د ولس په وړاندې هېڅ ډول جنګ تقدس نه لري. جنګیالیو ته ښايي چې د دین حکم ته غاړه کېدي او سوله وکړي.
قومي مشر حاجي عصمت الله بارکزي په خپلو خبرو کې وویل جنګ له موږ نه د پرمختګ ډېر فرصتونه اخیستي دي، که سوله تامین وي نو زموږ په هره برخه ظرفیتونه شته چې حتا له نړیوالو سره پرې سیالي کولای شو. نوموړي وړاندیز وکړ چې د سولې عالي شورا دې د ولسوالیو په کچه په هره ولسوالۍ کې د سولې کمېټې جوړې کړي چې په دې برخه کې روانې هڅې لا ګړندۍ شي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments