ننګرهار: د داعش پرمرکزونو بریدونه شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: راپورونه وایي، افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش پر مرکزونونو عملیات کړي دي.
د ننګرهار ولایت مقام وایي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د خوږیاڼو ولسوالۍ په وزیرو تنګي سیمه کې د داعش په لسو مرکزونو عملیات کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي په دغو عملیاتو کې ۱۵ داعش جنګیالي وژل شوي دي.
سرچینه وایي په دغو عملیاتو کې لس مرکزونه ویجاړ شوي چې وسلې او مهمات یي هم لمنځه تللي دي.
خوږیاڼي همداراز وایي چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د بهسودو پل ته څېرمه د داعش په بل مرکز عملیات کړي دي.
په دغو عملیاتو کې د داعش ۸ هغه همکاران نیول شوي چې د ننګرهار هوایي ډګر ته څېرمه پر یو خصوصي ودانیز شرکت یي برید پلان کړی و.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments