ننګرهار: د حصارک لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار حصارک لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.
برید تیره شپه شوی چې د نومول شوي ولسوال عبدالجبار په ګډون ټول پنځلس تنه په کې وژل شوي دي.
حصارک د ننګرهار یوه له ناامنه ولسوالیو ده چې اوس پکې افغان ځواکونو ځمکني او هوایي بریدونه پیل کړي.
حصارک اوس له لوی ګواښ وتلې ولسوالي ده او طالبانو پکې سخته ماتې خوړلې ده.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments