ننګرهار: د افغان ځواکونو عملیات له هرکلي سره مخ دي

comments 0

1341 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ځپلو په موخه عملیات شوي چې د خلکو له هرکلي سره مخ دي.
د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ د امبار خانې په ګړۍ سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې د وسله والو مخالفينو ځپلو په موخه عمليات کړي، چې یو شمېر سيمې د مخالفينو له شتون څخه پاکې شوي دي
د معلوماتو له مخې د عملياتو پر مهال پنځه تنه تر شک لاندې کسان نيول شوي، چې تر پوښتنو لاندې دي.
د بټي کوټ ولسونه د امنيتي ځواکونو د اقداماتو ستاينه کوي او غوښتنه کوي، چې په دې ولسوالۍ کې د مخالفينو پر ضد عملیات چټک او دوامدار وساتل شي.
بټي کوټ ولسوالۍ کې خلک د طالبانو له ظلمونو په تنګ شوي او ځینو سیمو کې خلکو د دولت په ملاتړ وسله هم اخیستې ده.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments