ننګرهار: دوه ورونه وژل شوي

comments 0

4 Views

هندوکش – ننګرهار: راپورونه وایي، ناپېژانده وسله والو ننګرهار کې دوه ورونه وژلي دي.
یوې سرچینې ویلي، چې تېره ورځ ناوخته دغه دوه ورونه د چپرهار ولسوالۍ په تره کو سیمه کې وژل شوي دي.
سرچینه وایي، دواړه ورونه عبدالوهاب او عبدالقیوم خټګر وو او بله کومه چاره یي نه درلوده .
د پېښې مسولیت پر داعش ډلې اچول شوی خو هغوی تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
چپرهار کې له تېرو دوه کلونو راهیسې طالبان او داعش ملکي وګړي وژني او د یو بل تورونه پرې پورې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments