ننګرهار: داعش کورنۍ نیول شوي

comments 0

10217 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې د داعش اړوند دوه پاکستاني کورنۍ نیول شوي دي.
د ننګرهار چارواکي خبر ورکوي چې د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالی کې د داعش خراسان دوه غړي له خپلو کورنیو سره یوځای نیول شوي دي.
په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د داعش دوه پاکستاني غړي له خپلو کورنیو سره یو ځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې تسلیم شویو کسانو په ډله کې دوه مېرمنې او څلور ماشومان هم شامل دي او وسله والو دوه میله کلاشنکوفونه هم امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارلي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په وینا، تسلیم شوي وسله وال د پاکستان د سوات سیمې اصلي اوسېدونکي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments