ننګرهار: داعش وسله والو یوه مور وژلې

comments 0

5 Views

هندوکش – ننګرهار: په ننګرهار کې د یو طالب مور او اته داعش وژل شوي دي.
یوې باوري سرچینې وویل چې تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ په غلام ډاګ سیمه کې داعش وسله والو د یو طالب سرګروپ پر کور برید وکړ او د هغه مور یې ووژله.
سرچینه وایي کله چې داعش وسله وال له سیمې د وتلو په حال کې و، هوایي برید پرې شوی او اته داعش جنګیالي یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي
طالبانو او داعش په دې اړه خپل نظر له رسنیو سره نه دی شریک کړی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments