ننګرهار: داعش خپلمنځي نښته کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: راپورونه وایي، ننګرهار کې د هوایی برید او خپلمنځی نښتی پر مهال دولس داعش وسله وال مخالفین وژل شوي او څلورنور ټپیان شوي دي
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، په هسکی مېنې او نازیانو ولسوالیو کی دهوایی برید او خپلمنځی نښتې پر مهال دولس داعش وسله وال وژل شوي او څلورنور ټپی شوي دي .
د خوږیاڼي په خبره، تیره ورځ دهسکی مېنې ولسوالۍ ګورګرۍ سیمه کی امنیتي ځواکونو دداعش په پټنځای هوایی برید ترسره کړی چی په ترڅ کی شپږ داعش وسله وال وژل شوی او دوه نور ټپی شویدی .
خوږیاڼی وایي د نازیانو ولسوالۍ دوه خوله ، او پیتو مینه په سیمو کی وسله والو مخالفینو خپلمنځی نښته کړې چې شپږ داعش وسله وال وژل شوی او دوه نور یی ټپی شوی دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments