ننګرهار: ترهګر نیول شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: راپورونه وایي، ملي امنیت په ننګرهار کې ۱۳ وسله وال نیولي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وایي، په نیول شویو کې شپږ داعش، څلورطالبان،دوه انسان تښتونکي او یو کس دپلار دوژلو په تور نیول شوي دي.
عطاءالله خوږیاڼی وایي، نیول شوي وسله وال د کونړ او ننګرهار اوسیدونکي دي او خپل جرم یې منلی.
د خوږیاڼی په خبره په نیول شویو داعش وسله والو کې دوه تنه یې، مهم کسان دي ، چې په جلال اباد ښار کې نیول شوي دي.
یوناما د ټاکنو په تړاو له حکومت غوښتنه لري
یوناما پر افغان حکومت غږ کړی چې د ټاکنو خوندیتوب لپاره دې ټول امکانات وکاروي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې یا یوناما ویلي چې رایه ورکول د افغانانو له اساسي حقونو څخه دي او د حکومت په ګډون ټول مسؤولیت لري چې د دغه ټاکنو په خوندي ترسره کولو کې خپل رول ولوبوي.
د یوناما دغه غبرګونه داسې مهال راپورته کېږي چې طالبانو ګوښ کړی و چې د ټاکنو په ناکامولو او یا خرابولو کې به خپل ټول توان وکاروي.
یوناما او د امریکا سفارت د طالبانو اعلامیه هم غندلې چې د ولسي پروسې د ګواښولو او سبوتاژ کولو لپاره یې خپره کړې ده.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments