ننګرهار او کونړ ته وارداتي برښنا ځي

comments 0

0 Views

هندوکش – کونر: د هېواد د مالیې وزیر او د اسیا پراختیایي بانک سرپرستې، له کابل څخه ننګرهار او کنړ پورې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د انتقال لین مواققتنامه لاسلیک کړه.
د ماليي وزارت وايي، دا پروژه د افغانستان دولت او اسیاپراختیایي بانک تر منځ د انرژۍ سکتور د لا پیاوړتیا لپاره د انرژي تامین د ښه والي د پانګونې پروګرام څلورم قسط د ۶۰ میلیون ډالرو بلاعوضه مرستو څخه ده.
د ماليې وزارت د مالوماتو له مخې، د دې پروژې له بشپړولو سره له ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان څخه ۳۰۰ میګاواټه وارداتي برېښنا د هېواد ختیځ ته انتقالېږي او د هېواد په ختیځو سیمو کې د ۱۰۰ میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا پروژې چې د تطبیق او پلانولو په حال کې دي، وصلېږي.
د مالي وزارت په خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي چې دا پروژه به د افغانستان په ختیځ کې دوو صنعتي پارکونو ته د ډاډ وړ او دوامداره انرژۍ برابره کړي.
دغه راز دا پروژه د نغلو ابي برېښنا بند پروژې څخه د ۱۰۰ میګاواټه برېښنا وړاندې کول پیاوړي کېږي او همداراز په ګاونډیو ولایتونو کې د برېښنا د انتقال لینونو سره د نښلولو له لارې د برېښنا شبکې ثبات او د استوګنې، سوداګریزو او صنعتي ځایونو ته د ۳۰۰زره برېښنا په زیاتولو سره د ظرفیت لوړول رامنځته کېږي
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply