ننګرهاریانو په کابل او ننګرهار کې ورستي بریدونه په سختو ټکي وغندل

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: په ننګرهار کې دیوې غونډې په ترڅ کې دطالبانو له خوا په کابل کې او ننګرهار کې ورستي بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.
طالبانو په کابل او ننګرهار کې په جلا جلا پیښو کې سلګونه ملکي کسان شهیدان او ټپیان کړل.
یادو چاودنو دهېواد نورو ولایتونو په ګډون دننګرهاراوسیدونکو سخته غوصه ارپارولي ده، دوي وايي طالبان دې دجګړې اصول او قوانین مراعات کړي، او دملکي کسانو له وژنې څخه لاس واخلي او دسولې په مذاکراتو کې دې کړې ژمنې عملي کړي.
دوي همداراز زیاتوي، که طالبان خپلو ظلمونو ته دوام ورکړي، ولس به یې په وړاندې ملي پاڅون وکړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments