ننګرهارکې یوې چاودنې ۳تنه ملکی وګړي ټپیان کړي دي

comments 0

6 Views

هندوکش – ننګرهار: دننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي، چې نن سهار دیاد ولایت په مومندرې ولسوالۍ دیوې لیسې مخې ته دځاي پرځاي شو ماین دچاودنې له امله ۳ تنه ولسي وګړي ټپیان شویدي.
ځايي چارواکي وايي،پوليس وايي له چاودنې وروسته تورن کس سره يې ريموټ کنترول نيولی، چې تر څېړنو وروسته به د قانون له مخې ور سره چلند تر سره شي.
په عین حال کې دیادې ولسوالۍ اوسیدونکو له طالبانو غوښتنه کړې،چې تاوتریخوالی کم او سولې له ملي پروسې سره یو ځای شئ، دوي همدا راز په یاده پروسه کې دافغان حکومت دریځ ستایلي او له یاده دریځ یې ملاتړ کړی دی.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې د لوګر کابل پر لویه لاره د طالبانو پر ځای پر ځای شوي ماین کي د یوه کور دیاړلس غړي چې واده ته ګدون په موخه روان وول هم شهیدان شوي وول.
ورته پیښې ډیري په هغو ځایونو کې رامنځته کیږي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمي وي او طالبان حکومت پر وړاند خند رامنځته کولو لپاره ماینونه ځاي پر ځای کوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments