ننګرهارکې د داعش او طالب وسلوالو ۷۸ کورني اوبهرني غړي تسلیم شوي دي

comments 0

242 Views

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ملي امنیت ریاست کارکوونکو په هڅو ۶ وسلوال طالبان دسولې له پروسې سره یوځاي او دمیرمنو اوماشومانو په ګډون ۷۲ تنه د داعش وسلوالو غړي له خپلو وسلو سره یوځای ملي امنیت ته تسلیم شوي دي.
دننګرهار امنیتي چارواکي وايي،چې په تسلیم شوو کسانو کې ۶تنه وسلوال طالبان ،۱۸ تنه داعش وسلوال له خپلو ۱۹ میرمنو او ۳۵ ماشومانو سره ملي امنیت ته ځانونه تسلیم کړي دي.
چارواکي زیاتوي، چې يادو وسله والو مخالفينو د دې ولايت په هسکې مېنې، بټي کوټ، اچين او غني خيلو ولسواليو کې فعاليت کوه او خپلې ۱۹ ميله وسلې او پنځه مخابرې يې هم حکومت ته د تسلميدو پر مهال سپارلي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments