ننګرهارکی د فتاح الله قاتل ونیول شو

comments 0

497 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې د آریانا لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځي د درېیم ټولګي د محصل فتاح الله قاتل ونیول شو.
نوموړی تېره اونۍ د کابل هډې په مربوطاتو کې په داسې حال کې د تفنګچې په وسیله په ډزو سره وژل شوی و، چې کتابونه یې په لاس او کور ته د ستنیدو په حال کې وو.
وروسته له هغې چې د امنیه قوماندانۍ پولیسو په جدي ډول د یادې قضیې څېړنه پیل کړه، په ترڅ کې د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نوموړي قاتل ونیول شو؛ د لومړنیو معلوماتو له مخې قاتل دهغوی
دخپلوانو څخه دي.
د فتاح کورني واي چي مونږچاسره شخصی دښمني نه لرو او په دي هم نه پوهیږوچی فتاح يي ولي شهید کړي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments