ننګرهارولایت کې دتسلیم شوو داعش وسلوالو شمیر۶۱۵تنو ته ورسید

comments 0

3212 Views

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې ۶۱۵تنه داعش جنګیالي له خپلوکورنیو سره یوځای افغان ځواکونوته تسلیم شوي دي.
دننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي،چې تازه افغان ځوکونو ته تسلیم شوي داعش جنګیالي ۱۸ نارینه ۲۴ میرمنې او ۳۱ ماشومان تسلیم شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې یادو وسلوالو افغان ځواکونو ته ۱۵میله کلاشینکوفونه هم افغان ځواکونو ته سپارلي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په ننګرهار ولایت په لرې پرتو ولسواليو کې دداعش او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې پراخ عملیات روان دي، ډیر ژر به دننګرهار ولسوالۍ پ بشپړ ډول ددوي له شتون څخه پاکې کړو.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments