ننګرهاراچین ولسوالي کی تر زرو زیاد داعشیان تسلیم شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر تېره ورځ د ننګرهار په اچین کې د داعش پر ضد د عملیاتو لیدو او د سرتېرو ستاینې ته ورغلي دي.
اسدالله خالد ویلي، په ختیځ کې داعش ماتې د افغان ځواکونو د قربانیو نتیجه ده او له یوې نیمې میاشتې راهیسې پیل شوي عملیات به د وروستي داعشي تر ځپلو دوام وکړي.
ملي دفاع وزارت همدا راز د خالد له قوله په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې تر دې دمه په اچین کې د عملیاتو پر مهال ۱۰۰۰ داعش جنګیالي، ښځې او ماشومان یې تسلیم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني پخپله هم تېره اوونۍ ننګرهار ته ولاړ او د داعش ډلې ماتې یې اعلان کړه.
داعش ډلي په اچین کی ماته خوړلی او دامنیتي ځواکونو په مقابل کي د جنکیدو توان نه لری او د امنیتي ځواکونو په محاصره کي ولیدلي دی او د تیښتي لارنه لری نو مجبوره دی چی امنیتي ځواکونوته تسلیم شي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments