ننګرهار؛ د فرهنګ کور، د ترهګرو په ګور بدل شو / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته لاړ او هلته یې ننګرهار ولایت د داعش ډلې له فعالیت پاک اعلان کړ، داعش ډلې ته د ولسونو، ملکي او نظامي چارواکو همغږي برابره شوې وه او دا ډله یې بالاخره تسلیمۍ ته اړ کړله.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې د وینا پر مهال په دې ولایت کې د داعش د ماتې له امله د ننګرهار ولایت مسؤلینو،د هېواد ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو، ولسي پاڅون کوونکو او ټولو ولسونو ته مبارکي ورکړه او د دې تاریخي ماتې له امله یې د مسؤلینو،ځواکونو او ولسي خلکو د سرښندونو څخه قدرداني وکړه .
د ولسونو قدرداني ځکه اړینه ده چې همدې ولسونو قرباني ورکړه، وسله یې واخیسته او له خپلو سیمو یې ترهګر وشړل چې بالاخره ترهګرو ته یې ماتې ورکړه او خپلې سیمې یې امن کړې.
اوس به د تسليم شويو داعش وسله والو ښځو او ماشومانو سره د اسلامي او افغاني دود له مخې چلند کيږي، هغه چې افغانان دي بېلابېلو برخو کې يې روزنه کيږي، بهرنيو مېرمنو او ماشومانو انتقال کې به د طرزالعمل له مخې چلند کيږي او پښتونخوا مېرمنې او ماشومان به د پاکستان حکومت ته نه؛ بلکې خپلوانو ته يې سپارل کيږي.
تسلیم شویو داعش وسله والو سره زیات شمېر ښځې او ماشومان دي چې خپلو نارینه و په یوه او بله پلمه د جګړې سیمې ته وړې وې او سختې ورځې یې پرې تېرې کړې دي.
ولسمشر د ښه نیت له مخې ننګرهار والي ته پيسې ورکوي چې د داعش ډلې تسلیم شویو کورنیو ته پرې لومړنۍ اسانتیا برابر کړي.
ولسمشر د ننګرهار مشرانو ته واک ورکړ چې د داعش تسليم شويو جنګياليو په اړه به ولس پرېکړه کوي او د مشرانو د پرېکړې سره سم به ور سره چلند تر سره شي، د داعش کورنيو او بهرنيو جنګياليو سره به د تفکيک له مخې چلند کيږي او په دې برخه کې د ولسونو هر ډول پرېکړه ولسمشر ته د منلو ده.
ولسمشر دا امتیاز ځکه ولسونو ته ورکړ، چې ولسونو قرباني ورکړې وه او دا ډله یې بالاخره مجبوره کړه چې له جګړې لاس واخلي او تسلیم شي.
ولسمشر د ولسونو تر څنګ د ولسي پاڅون کوونکو فعالیتونه ستایلي او ملي امنيت مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې ولسي پاڅوون کوونکي لا تجهزي او اکمال کړي، ولسي پاڅون کوونکي به سيمه ييزې اردو کې جذب شي چې د ولسي پاڅونوالو شهيدانو کورنيو غړو ته به د نورو امنیتي ځواکونو په څېر حقوق ورکړل شي .
ننګرهار کې د ملکي ادارې، امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي خلکو همغږي مهمه وه چې داعش ډله یې له ماتې سره مخ کړه.
که هر ولایت کې د ترهګرو پرضد همغږي رامنځ ته شي هیڅ ترهګره ډله به تر ډيره فعالیت ته دوام ور نه کړي، په ځانګړي ډول د ولس همغږي او همکاري مهمه ده چې کولی شي د خپلو ځواکونو ملا ور وتړي.

Share this page to Telegram

Comments